د مارکسیزم لنینیزم فلسفه

Description

Click Here To Download And Read

 

 

۳ – د مارکسیزم – لنینزم فلسفه:

دا ارزښتمن اثر، د شوروي لیکوالانو او شوروي چاپ کتابونو له اخذ لیکونو، په ځانګړي ډول، افاناسیف (د مارکسیزم فلسفي اصول، ۱۹۷۲)، (مارکسیزم – لنینزم اساسات، ۱۹۶۴)، (ډیالکټیک ماټریالیزم اساسات، ۱۹۶۷) او (تاریخي ماټریالیزم، ای چنسکوف، ۱۹۶۶) څخه ترتیب سوی دی او د مارکسیسټي – لنینسټي فلسفې مفاهیم، مقولات او اصطلاحات په ښه ډول سره لوستونکو (په ځانګړي ډول، بیا هغه کسان، چي تازه یې د مارکسیزم – لنینزم زده کړي ته مخه کړې وي) ته ور پېژني. په کتاب کي، د مادې پالني، ډیالکټیک قوانینو، تاریخي دورو او مارکسیسټي فلسفې پوري اړوند نورو مسایلو ترڅنګ، د بورژوازي فلسفې ځیني مشهور مکتبونه، چي نن – سبا په پانګوالي ټولنو کي دود دي او د حاکمي پانګوالي طبقې لخوا، د مارکسیسټي – لنینستي فلسفې پر وړاندي، د غوړېدلو ښه زمینه ورته برابره سوې؛ هم را پېژني او د هغو په بنسټونو او طبقاتي اساساتو مو پوهوي. د کتاب ترتیب کونکی، «ځوان» دی او بیا ټایپ یې ملګري خسرو ګلسرخي او ملګري لال پاچا پتنګ کړی دی.